په هندوستان کې د پارلماني ټاکنو ۴م پړاو پيل شو
په هندوستان کې د پارلماني ټاکنو څلورم پړاو پيل شو. د ویلو ده چې د هندوستان پارلماني ټاکنې چې په ۷ مرحلو کې ترسره کیږي درې مرحلې ترسره شوي او څلورمه يي نن پیل شوه.
د ټاکنو په څلورم پړاو کې په ۹ ایالتونو کې د ۷۲ وکیلانو د ټاکل کیدو په خاطر خلک رایې کاروي.
د هندوستان د پارلمان ۵۴۳ تنه وکیلانو په ۷ پړاونو کې ټاکل کیږي.
د هندوستان پدې نهو ایالتونو کې د پارلمان د ۷۲ څوکیو په خاطر ۹۶۱ تنو ځانونه نوماند کړي دي.
د ویلو ده چې د هندوستان پارلماني ټاکنو د اپریل په ۱۱ مه نیټه پیل شوې دي چې د مې په ۱۹ مه نيټه به د ۷ مې مرحلې د ترسره کیدو سره سرته ورسیږي.
په هندوستان کې د ټولټاکنو په لومړۍ مرحله کې څه باندې سل میلیونو تنو واجد د شرایطو رایو ورکوونکو د پارلمان د ۵۴۳ تنو وکیلانو نه ۹۱ تنه وټاکل.
همداشان د اپریل په ۱۸ مه نيټه په دویم پړاو کې بیا ۱۱۰ میلیونو تنو واجد د شرایطو رای ورکوونکو د پارلمان د ۵۴۳ تنو وکیلانو نه ۹۵ تنه وټاکل.
په دریم پړاو کې بیا چې د اپریل په ۲۳ مې نیټې پيل شوی وو د ۱۸۵ میلیونه تنو واجد د شرایطو د رای ورکوونکو نه ۱۲۳ میلیونو تنو د پارلمان د ۵۴۳ تنو وکیلانو نه د ۱۱۷ تنو د ټاکلو په خاطر رای کارولې وه. د ویلو ده چې د ۱۱۷ څوکیو لپاره ۱۶۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي وو.
دن ټاکنو څلورم پړاو نن د اپریل ۲۹ مه نيټه پيل شو.
همداشان د ټاکنو پنځم پړاو به د مې په شپږمه نيټه، شپږم پړاو به يي د مې په ۱۲ مه نيته او وروستی او اوم پړاو به يي د مې په ۱۹ مه نيټه ترسره شي.
ویل کیږي تمه کیږي چې د هندوستان په ټاکنو کې ۹۰۰ میلیونه تنه د پارلمان د ۵۴۳ تنو وکیلانو د ټاکلو په خاطر رای وکاروي.
د ټاکنو رسمي پایلې به د مې تر ۲۳ مې نیټې اعلان شي.