روسیې پر امریکا سختې نیوکې وکړې

روسېې  د امریکا لخوا  د ایران پر نفتو د لګولو تحریمونو نه  استثناء اعلان کړو ۸ هیوادونو ته  ددې حق د نه غځولو د پریکړې په اړه  سخته نیوکه وکړه.

1188752
روسیې پر امریکا سختې نیوکې وکړې

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  امریکا غواړي چې  ایران  د نفتو د صادراتو نه  د ترلاسه کیدونکو عوایدو نه  محروم کړي.

په بیان کې راغلي دي چې  په سیمه کې د ایران خپلواک او مستقلو سیاستونو  امریکا ناراحته کړی دی . ځکه چې ایران  په منځني ختیځ کې  چې د امریکا لپاره د سترایژیک اهمیت نه برښمند  دی  د امریکا حاکمیت  پر وړاندې خنډونه  جوړوي  .

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  امریکا ددې پریکړې سره  یواځې ایران  نه بلکې نړۍوالې ټولنې ته هم  ستر زیان رسوي. امریکا د خپلو دې ډول پریکړو سره نړۍواله ټولنه جزايي کوي.

امریکا غواړي چې د نړۍ ټول هیوادونه يي په مقابل کې  سر ټیټ کړي. د امریکا  د بندیزونو  د ګواښونو له امله به د مې د میاشتې د دویمې نیټې نه  د نړۍ هیوادونه  د ایران نه د نفتو واردات ودروي.


پيوندونه: #روسیه , #امریکا , #نیوکې

اړوند خبرونه