په کولمبیا کې مځکښویدنې په لسګونو تنه وژلي

په کولمبیا کې  د زورور سیلاونو په پایله کې د رامنځته شوې  مځکښویدنې  په پایله کې  په لسګونو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

1188868
په کولمبیا کې مځکښویدنې په لسګونو تنه وژلي

 

د کولمبیا په سویل لویدیځ کې  د کاوکا د ولایت اړوند د روساس په کلي کې  د مځکښویدنې په پایله کې  لږ تر لږه  ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کولمبیا  د ناورین او طبعي  پيښو ادارې  ویلي دي چې  د مځکښویدنې په سیمه کې  د پلټنې چارې دوام لري. تر اوسه پورې  د ۳۰ تنو مړي موندل شوي دي.

ویل کیږي  ګن شمیر کسان لا درکه شوي دي. د لا درکه شوو کسانو  په خاطر د پلټنې چارې دوام لري.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې  د نوموړو ۳۰ تنو نه د ۱۶ تنو هویتونه ثبیت شوي دي.

یادې شوې  ادارې ویلي دي چې  پدې مځکښویدنې پیښه کې لږ تر لږه ۸۰۰۰ زره تنه  اغیزمن شوي دي.

همداشان  د هیواد تر ټولو مهمه لویه لاره هم  د ټرافیک پر مخ  تړل شوې ده .



اړوند خبرونه