په اوکراین کې د ولسمشرۍ ټاکنې د نوموړي هیواد نامتو ټوکي ولادیمیر زیلانسکي وګټلې.
په اوکراین کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ترسره شو
په اوکراین کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو تیره ورځ ترسره شوې. د ویلو ده چې د اوکراین د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړني پړاو کې هیڅ کوم نوماند ټاکل شوی نصاب پوره کړی نوو.
همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. په دویم پړاو کې ټاکنې د تر ټولو زیاتو رایو ترلاسه کوونکو دوو نوماندانو د موجود ولسمشر پیترو پوریشینکو او ولادیمیر زیلانسکي ترمنځه وشوې.
په اوکراین کې د تیرې ورځې د ټاکنو د غیرې رسمي پایلو له مخې ټاکنې د هیواد نامتو کمیډین ولادیمیر زیلانسکي ګټلي دي. د غیرې رسمي پایلو له مخې ولادیمیر زیلانسکي د ۷۳ عشاریه ۲ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
د تیرې ورځې په ټاکنو کې موجود ولسمشر پوریشینکو بیا یواځې ۲۵ عشاریه ۳ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټوونکي نامتو ټوکي ولادیمیر زیلانسکي د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته خپل بری اعلان کړ. هغه په لومړنیو څرګندونو کې وویل چې دا بری زمونږ د ټولو دی. په ګډه مو دا بری ترلاسه کړ. هغه د اوکراین د ټولو خلکو نه مننه وکړه.
د ویلو ده چې تمه کیږي د اوکراین د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې اعلان شي.
د اوکراین نوی ولسمشر به د مې د میاشتې په وروستیو ورځو کې د لوړې په کولو سره خپله دنده رسمآ پیل کړي.