د بروندي تر ټولو په لوی  د بوجومبورا  په ښار کې  د نوو  عبادت خانو  په جوړولو  بندیز ولګول شو.

د افریقا  په مرکزي برخه کې  پروت  د بروندي  هیواد  تر ټولو په لوی  د بوجومبورا  په ښار کې  د نوو  عبادت خانو  په جوړولو  بندیز ولګول شو.

1186242
د بروندي تر ټولو په لوی  د بوجومبورا  په ښار کې  د نوو  عبادت خانو  په جوړولو  بندیز ولګول شو.

 

د نوموړي هیواد  د کورنیو چارو وزارت  د اعلامیې په خپرولو سره  ویلي دي چې ددینه وروسته د بوجومبورا  په ښار کې د جوماتونو او کلیساګانو په ګډون  نوو عبادت خانو جوړولو  ته به اجازه ورنکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي هر هغه  دیني ټولنې چې وغواړي  نوې  عبادتخانې جوړې کړي کولای شي چې د ښار نه بهر د تاشرا  په سیمو کې  د ځان لپاره عبادتخانې پرانیزي.

د بروندي  د هیواد دیني  عالمانو  او ټولنو  تر اوسه پورې د حکومت  ددې پریکړې په اړه  کوم عکس العمل  ندی ښودلی .

د بله پلوه  ویل کیږي چې په بروندي هیواد کې پدې وروستیو کې د پروتیستان مسیحیانو د کلیساګانو شمیره  ډیره لوړه شوې ده .

د بروندي  د بوجومبورا  ښار چې  څه باندې  ۲ میلیونه تنه نفوس لري  ۸۰ سلنه يي مسیحیان، لس سلنه يي مسلمانان  او پاتې د نورو دینونو  او مذهبونو  لارویان  تشکیلوي.

بوجومبورا  د بروندي پلازمینه  وه.  د روان کال  په پیل کې   د ګیتیګا  ښار  د پلازمینې په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته  پلازمینه  د ګیتیګا ښار ته انتقال کړې شوه.



اړوند خبرونه