شمالي  کوریا  د نوي تاکتیکي  وسلې  د ازمایلو خبر ورکړی دی.

شمالي کوریا یو ځل بیا د وسلو په ازمایښتونو پیل وکړ

1185649
شمالي  کوریا  د نوي تاکتیکي  وسلې  د ازمایلو خبر ورکړی دی.

 

د شمالي کوریا  ویلي دي چې یو ډول  نوې  اداره کیدونکې  تاکتیکي وسله يي  ازمایلې ده .

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي چې  ازمایل شوې  دا نوې اداره کیدونکې  وسله  په ډیر  قوي  سرګلولې  سمبال  ده.

د ویلو ده چې  دا وسله   د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون په حضور کې  ازمایل شوې ده .

د شمالي کوریا ولسمشر د نوموړې ازمایښت نه وروسته ویلي دي چې  د شمالي کوریا د پوځ د جنګي طاقت  د لوړولو په خاطر يي  یوه ډیره  مهمه  وسله   نن وازمایل شوه.

هغه  د نوموړې  وسلې په اړه وویل چې  د شمالي کوریا  د ملي دفاعي برخو  متخصصینو  یو ډیر فوق العاده  لاسته راوړنه کړې ده.

متخصصینو ویلي دي  نوې ازمایل شوې وسله کیدای شي چې  یا  لنډه واټنه بالستیک مدرن توغندی  وي.

شمالي کوریا  د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم  د یوې مدرنې وسلې د ازمایلو نه خبر ورکړی وو. متخصصینو ویلي وو چې  شمالي کوریا  داځل اوږد واټنه توپ  ازمایلی دی.



اړوند خبرونه