د فرانسې د پلازمینې سمبول ۸۵۰ کلنه لویه کلیسا د اورلګیدنې په پایله کې وسوځیده.
د فرانسې نامتو کلیسا وسوځیده
د پلازمینې پاریس مشهوره ۸۵۰ کلنه د نوترا دام کلیسا چت او مشهور برج په کامله توګه سوځیدلي دي. اورلګیدنه پوره ۸ ساعته وروسته تر کنټرول لاندې راغله.
د ویلو ده چې پرون د ماښام د شپږنیم بجو په شاوخوا کې د پاریس په مشهورې د نوترا دام په سترې تاریخي کلیسا کې اورلګیدنه پيل شوه. ویل کیږي اورلګیدنه د نوموړې کلیسا د مرمت د چارو پر مهال رامنځته شوې ده . اورلګیدنه د کلیسا په وروستي پوړ کې رامنځته شوه چې په ډیرې چټکۍ سره ټول چت د اور په لمبو کې راګیر کړ.
د اورلګیدنې پر مهال د کلیسا برج ونړید. نږدې ۵۰۰ تنو اور وژونکو د اور د نوموړې اورلګیدنې د مړولو هڅه کوله چې ۸ نیم ساعته وروسته يي د اور لمبې تر کنټرول لاندې ونیولې .
سره ددې چې د اورلګیدنې دقیق لامل معلوم ندی خو د اور وژنې ډلو د تحقیقاتو په پایله کې ویل شوي ګمان کیږي چې اورلګیدنه د کلیسا د مرمت د چارو پر مهال رامنځته شوي وي.
د ویلو ده چې نوموړې کلیسا ۸۵۰ کاله لرغونوالی لري چې د رامنځته شوو شوو جګړو سره سره خپل شتوالي ته دوام ورکولو.
نوموړې پيښې د فرانسې په اندازه ټوله اروپا او حتا نړۍ خواشینې کړې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د کلیسا د اور وژنې د چارو نه د لیدنې پر مهال د فرانسې په خلکو غږ وکړ چې دا کلیسا ۸۵۰ کاله مخکې مونږ جوړه کړې وه او بیا به يي جوړه کړو. هغه د فرانسې په خلکو له سره ددې کلیسا د جوړولو غږ وکړ. هغه وویل چې د کلیسا یواځې چت سوځیدلی دی او ودانۍ ژغورل شوې ده. هغې ددې پیښې نه د یوې وحشتناکه تراژیدۍ په توګه یادونه وکړه. هغه د اور وژونکو ډلو نه مننه وکړه او وویل چې د کلیسا اصلي ودانۍ يي ژغورلې ده .
همداشان د فرانسې یو نامتو میلیاردر د پینوالت کورنۍ د کلیسا د بیارغونې په خاطر د ۱۰۰ میلیونو ایرو مرستې کولو نه خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د پاریس څارنوالۍ ویلي دي چې د نوموړې اورلګیدنې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي. تحقیقات د عدلي پولیسو لخوا ترسره کیږي.
د بله پلوه د فرانسې د میراثونو وقف ویلي دي چې ددې کلیسا د بیا رغونې په خاطر به د مرستې راټولو ملي کمپاین پیل کړي.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې یو تن د اور وژونکی ټپي شوی دی او لس تنه نور د لوګي له امله مسموم شوي دي.
د ویلو ده چې د نوترا دام کلیسا بڼسټ په ۱۱۶۳ میلادي کال کې د پاپ دریم الکساندر لخوا ایښودل شوی وو.
دې کلیسا چې د فرانسې د انقلاب پر مهال د پام وړ زیان لیدلی وو تر اوسه پورې څو ځلې مرمت شوې ده .
د ویلو ده چې دا کلیسا د پاریس سمبول وو. هر کال په میلیونونو تنه سیلانیان ددې کلیسا د لیدنې په خاطر پاریس ته راځي.
پدې کلیسا کې د بي بي مریم د لویې مجسمې سربیره ډول ډول هنري اثار ، ډیر لوی لوی تاریخي چنارونه او د منځنیو پيړیو اړوند موبل او فرینچر موجود دي.
د ویلو ده چې دا کلیسا په فرانسه کې د کاتولیکو مسیحیانو د سمبول په نامه هم مشهوره ده.
دې کلیسا د ناپولیون لخوا د امپراتورۍ د اعلانولو د پيښې په څیر د مهمو پيښو شاهدي هم کړې ده .
اړوند خبرونه
سلواکیا : روسیې او امریکا دواړو په نورو هیوادونو د یرغل سره نړۍوال حقوق د خپو لاندې کړي
سلواکیا ویلي دي چې روسیې او امریکا په اوکراین او عراق د یرغل سره نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې.