د لیبیا د ملي جوړجاړي حکومت د خلیفه حفتر اړوند د جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
په لیبیا کې د ملي جوړجاړي حکومت اړوند ځواکونو د پلازمینې طرابلس په سویل کې د جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو اړوند د یوې جنګي الوتکې د راغورځولو نه يي خبر ورکړی دی.
د لیبیا د ملي جوړجاړي حکومت د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د دوی ځواکونو د پلازمینې طرابلس سویل لوري ته د وادي الرابي په سیمه کې د خلیفه حفتر د ځواکونو اړوند جنګي الوتکه ویشتې ده.
په بیان کې د الوتکې د پیلوټ د برخلیک په اړه څه ندي ویل شوي.
همداشان پدې بیان کې د خلیفه حفتر ۲۵ تنه ځواکونه د خپلو وسلو او موټرو سره یو ځای د جوړجاړي حکومت ځواکونو ته د تسلمیدو نه هم خبر ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د طرابلس په سویل کې د اَسوان په سیمه کې د خلیفه حفتر اړوند ۲۵ تنه جنګیالي د خپلو موټرو او وسلو سره د ملي جوړجاړي حکومت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د ویلو ده چې په لیبیا کې د جنرال خلیفه حفتر ځواکونو د لیبیا د ختیځ نه د پلازمینې طرابلس پر لورې بریدونه کړي دي. خلیفه حفتر د اپریل په ۴ مه نيټه پلازمینې طرابلس د نیولو په خاطر خپلو ځواکونو ته د سترو عملیاتو د پیلولو امر کړی وو.
ددې په مقابل کې د لیبیا د ملي جوړجاړي حکومت چې د نړۍوالې ټولنې لخوا په رسمیت پيژندل شوی دی متقابل عملیات پيل کړل.
د بله پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې په لیبیا کې د تیرو لسو ورځو راهیسې په روانو نښتو کې ۱۲۱ تنه وژل شوي او ۵۶۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.