د انګلستان د اپوزیسیون مشر ویلي دي چې جولین اسانج باید امریکا ته ونه سپارل شي
په انګلستان کې د اپوزیسیون ګوند مشر جیمري کربین ویلي دي چې د ویکي لیکس د ویبپاڼې بڼسټ ایښودونکی جولین اسانج باید امریکا ته ونه سپارل شي.
د انګلستان د کارګر ګوند مشر کربین د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په عراق او افغانستان کې ترسره شوو ظلمونو او ناوړه کړونو د افشا کولو په خاطر جولین اسانج باید امریکا ته ونه سپارل شي. د امریکا لخوا د اسانج د غوښتنې سره باید د انګلستان حکومت سخت مخالفت وښايي.
همداشان د انګلستان د کارګر ګوند مشر د اسانج په اړه د خپور کړي پيغام سره سم هغه ویدیو چې د امریکايي ځواکونو لخوا په عراق کې لس تنه ملکي وګړي او دوه تنه خبریالان په ناحقه توګه وژل شوي دي او د ویکي لیکس لخوا نشر شوې وه هم خپره کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د ویکي لیکس موسس جولین اسانج د ۲۰۱۲ کال کې په لندن کې د ایکوادور سفارت ته پناه وړې وه او هلته اوسیده. ایکوادور پرون د هغه نه د پناه حق بیرته واخیست چې د لندن پولیسو هغه د ایکوادور په سفارت کې ونیو.
جولین اسانج د ویکي لیکس د ویبپاڼې د جوړولو نه وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا لخوا په عراق او افغانستان کې د ترسره شوو جنایتونو یو زیات شمیر محرم اسناد او شواهد د ویکي لیکس ویبپاڼې لخوا خپاره کړل.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.