په سوډان کې پوځ د انتقالي شورا په اعلانولو سره د هیواد واک په لاس کې ونیو.
د سوډان ولسمشر عمر البشیر له واکه لرې کړې شو
په سوډان کې پوځ د انتقالي شورا په اعلانولو سره د هیواد واک په لاس کې ونیو.
په سوډان کې پوځ نن د سهار په ساعتونو کې لومړی د دولتي رادیو تلویزیون ودانۍ ونیوله او وروسته يي د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره کړه.
د سوډان په پلازمینه خرطوم کې په ټولو مهمو واټونو او سړکانو کې پوځیان ځای په ځای شوي دي.
د سوډان د دفاع وزیر د نوموړي هیواد ملي تلویزیون له لارې د البشیر د حکومت د پرزولو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې په سوډان کې د عمر البشیر حکومت او واک پایته رسیدلی دی. هغه نیول شوی دی. هغه وویل چې هیواد به د دوو کلونو لپاره د پوځ لخوا د پوځي شورا لخوا اداره کړی شي. همداشان هغه په سوډان کې د درې میاشتو لپاره فوق العاده حالت اعلان کړ. همداشان د یوې میاشتې لپاره د ماښام د ۷ بجو نه وروسته په تګ راتګ بندیز ولګول شو.
د سوډان د دفاع وزیر د هیواد اساسي قانون د ځنډولو، د کابینې ، پارلمان او ایالتي حکومتونو د لغوه کولو اعلان وکړ.
د بله پلوه د سوډان د ملي استخباراتو ادارې د عمر البشیر په مشرۍ د واکمن ګوند تر سلو ډیر چارواکي نیولي دي.
په نیول شوو کسانو کې د سوډان د دفاع پخوانی وزیر ، د عمر البشیر لومړی مرستیال او یو زیات شمیر نور چارواکي هم شتون لري.
د سوډان د حکومت مخالفو ډلو پر پوځ غږ کړی دی چې واک هر څه ژر سیاسي ګوندونو ته وسپاري.