په انګلستان کې داځل په یو اسلامي اکاډمۍ برید شوی.
په انګلستان کې پر اسلامي مراکزو د بریدونو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده
برید کوونکو د اکاډمۍ کړکۍ ګانې ماتې کړي او یو زیات شمیر قرانکریم نسخې شلولي او یو پلو ته او بل پلو ته يي شیندلي دي.
د نوموړي اکاډمۍ مسئول امام عبدالمحیط خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه د تیرې دوشنبې پر شپه رامنځته شوی دی. هغه ویلي دي چې د انګلستان په شمال ختیځ کې د نیوکاستل په سیمه کې د بحر په اکاډمۍ او اسلامي ښوونځي برید شوی دی.
د اکاډمۍ مسئول ویلي دي چې د پيښې نه وروسته يي پولیسو ته خبر ورکړ. کله چې ښوونځي جومات ته داخل شوو د قرانکریم شلول شوې پاڼې هر پلو ته شیندل شوې وې.
همداشان د جومات او اکاډمۍ کړکۍ ماتې کړې شوې. پولیسو ویلي دي چې دا برید د ۶ تنو ځوانانو لخوا چې ګمان کیږي عمرونه يي د ۱۸ کلونو نه ټیټ وي ترسره شوی دی.
هغه ویلي دي چې د جومات په هره برخه کې د سوځوونکې مادې هم تثبیت شوي دي.
هغه وویل چې مونږ اور لګیدنه په سترګو نده لیدلې خو یوه ټغره سوځیدلې ده .
داسې ګمان کیږي چې برید کوونکو د جومات د سوځولو پلان درلود. په امنیتي کمرو کې ښکاري چې په خپلو منځونو کې د مسلمانانو او ترهګرو په اړه خبرې کوي او ټوقې او ټقالې هم کوي.
محیط ویلي دي د پيښې په شپه برید کوونکي د پولیسو نه په تیښته بریالي شوي وو خو د سې شنبې پر ورځ ونیول شول.
د هغه په وینا د تیرو درو میاشتو په دننه کې دا دویم ځل دی چې پدې اکاډمۍ برید کیږي. د اکاډمۍ د تاسیس د ورځې راهیسې بیا دا څلورم ځل دی چې برید پرې کیږي.
محیط ویلي دي چې د بحر په نامه دا د اسلامي علومو اکاډمي د انګلستان په شمال کې یواځنی اسلامي روزنیز مرکز دی. هغه ویلي دي چې په راتلوونکي کې د لا لویو بریدونو په اړه اندیښنه لري.
د ویلو ده چې د روان کال د جنوري په میاشت کې هم پدې اسلامي مرکز او اکاډمۍ برید شوی وو. برید کوونکو د اکاډمۍ پر دیوارونو د اسلام ضد لیکنې کړې وې.
د رسمي شمیرو له مخې په انګلستان کې توکمیز او ضد اسلامي بریدونه د مارچ په ۱۵ مه په نوي زیلاند کې پر دوو جوماتونو د ترسره شوو خونړیو بریدونو نه راپدیخوا د پام وړ لوړ شوي دي.
د انګلستان د حکومت اړوند د تل ماما په نامه یو سازمان چې په انګلستان کې د اسلام فوبیا بریدونه څاري ویلي دي چې د نوي زیلاند د بریدونو نه وروسته په انګلستان کې اسلام فوبیا بریدونو کچه ۶۰۰ سلنه لوړه شوې ده .