د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف له خپلې دندې استعفا وکړه.
هغه وویل چې دومره موده خپل هیواد او خلکو ته د خدمت کولو له امله ویاړم.
نظربایوف له دندې نه د استعفا کولو خبر هیوادوالو په خطاب کې په خپله تلویزیوني وینا کې اعلان کړ. هغه وویل چې د څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د هیواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د ولسمشرۍ د صلاحیتونو نه لاس په سر شي. هغه ویلي دي چې دا ډیره ګرانه پریکړه وه خو بالاخره پدې قادر شو چې دا پریکړه وکړي.
هغه وویل چې په ۱۹۹۱ م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ویشل کیدو نه وروسته پداسې حال کې د هیواد مشرۍ په غاړه واخیسته چې هیواد د سیاسي پلوه د ډیر سترو ننګونو سره مخامخ وو. د توتالیتر سیستم په ړنګولو سره د هیواد سیاسي نظام مدرن کړ. یو ډیموکراتیک سیستم يي رامنځته کړ.
هغه وویل چې د هیواد د اقتصادي پراختیا او خلکو د ژوند د کچې د لوړولو په خاطر يي ډیر زیات څه کړي دي. نظربایوف وویل چې د ولسمشرۍ په دوره کې د هیواد اقتصاد ۱۵ برابره قوي کړې، سرانه ملي عواید يي ۹ برابره لوړ کړي او د بې وزلې او فقر کچه لس برابره راټیټه کړې ډه .
هغه ویلي دي چې قراقستان يي د نړۍ د ۵۰ پرمختللو او قوي اقتصاد خاوندو هیوادونو په کتار کې داخل کړی دی. هدف يي د نړۍ په ۳۰ پرمختللو هیوادونو په کتار کې داخلیدل وو.
هغه وویل چې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پلازمینه استانه جوړه کړه. استانه د قزاقستان د بریالیتوبونو او ظفر سمبول دی.
نظربایوف وویل چې هر څه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خلکو په ازاده رای ټاکل شوی او خلکو ترینه قوي ملاتړ کړی دی چې د همدې امله خپل ستر ملت او هیواد ته د ترسره کړو خدماتو له امله افتخار کوم. د خپلو هیوادوالو نه د زړه له کومې مننه کوم او ټولو ته خپل احترامات وړاندې کوم.
هغه وویل چې د ولسمشرۍ د دندې نه استعفا کوي خو د ملي امنیت په شورا کې له خپلې دندې، د خپل ګوند د مشرۍ او اساسي قانون د شورا د غړیتوب له دندو استعفا نکوي. دا دندې به يي دوام وکړي.
هغه وویل چې تل به د خلک ملت ترڅنګ ولاړ وي. هغه وویل چې د هیواد او خلکو اندیښنې زما اندیښنې دي. د موسس ولسمشر په توګه غواړم چې خپل راتلوونکي اهداف او په هیواد کې ژور اصلاحات د نوي نسل چارواکیو سره رامنځته کړم. هغه وویل چې وار د ځوانانو دی چې باید واک ورته وسپارو.
د ویلو ده چې د قزاقستان د مشرانو د جرګې رئیس قاسم جومرد توقایوف د هیواد د موقت دولت د مشر په توګه وټاکل شو.