په نوي  زیلاند  په دوو جوماتونو  د وسله والو بریدونو سره  ستر قتل عام رامنځته شو.

په نوي زیلاند کې د مسلمانانو قتل عام وشو

1163816
په نوي  زیلاند  په دوو جوماتونو  د وسله والو بریدونو سره  ستر قتل عام رامنځته شو.

 

د نوي زیلاند  د کرستچرچ  په سیمه کې په دوو جوماتونو  وسله وال بریدونه وشول.

پدې بریدونو کې په لسګونو لمونځ کوونکو ته  مرګ ژوبله اوښتې.

برید کوونکي  په جومات  برید  د ټولنیزې مډیا له لارې په ژوندۍ  بڼه  نشر  کړی دی.

پولیسو  د نوموړي برید په تړاو  تر اوسه پورې د څلورو تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.

د نیول شوو څلورو تنو نه یوه يي ښځه ده. په نوي زیلاند کې  د ترکیې لوی سفیر  احمد ایرګین ویلي دي چې پدې پيښه کې  د ترکیې کوم وګړي ژوند د لاسه ندی ورکړی .

د ویلو ده چې  پدې پیښه کې  تر اوسه پورې د  مړو شمیره ۴۹  تنو ته لوړه شوې ده . همداشان پدې پیښه کې  تر ۴۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي. پدې پیښه کې یو تن افغان هم په شهادت رسیدلی  او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د نوي زیلاند نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د کرستچرچ د ښار د هاګلي د پارک په سیمه کې د النور په جامع  جومات  د جمعې د لمانځه پر مهال  وسله وال برید وشو. ویل کیږي  د برید پر مهال  تر ۲۰۰ تنو ډیر لمونځ کوونکي په جومات کې په عبادت  بوخت  ول.

همداشان  ددې سمدلاسه وروسته  د یاد شوي ښار د لینود  په سیمه کې هم  په یو بل جومات  وسله وال برید وشو.

د نوې زیلاند  پولیسو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د کرستچرچ  ښار  د بیړني حالت  او جدي پرمختګ سره  مخامخ  دی. پولیس  د خپل ټول مهارت  سره  د حالاتو د ادارې  هڅه کوي خو له بده مرغه چې د تهدید کچه  لوړه ده.

پولیسو د کرستچرچ د ښار په خلکو د کورونو نه د نه راوتو  او د جوماتونو نه  د لرې والي د غوره کولو  غوښتنه کړې ده . همداشان په سیمه کې ښوونځي تړل شوي دي.

پولیسو  د برید کوونکي  انځور هم  خپور کړی دی.

ویل کیږي برید کوونکی  په خټه سکاټلنډي  او استرالیا کې  زیږیدلی  برنتون تارانت  نومیږي چې ۲۸ کاله عمر لري.

برید کوونکي  د خپل یوتیوب  حساب  له لارې  ۷۰ پانیزه  یوه اعلامیه هم خپره کړې ده .

برید کوونکي  د برید نه سمدلاسه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  دده  د برید اصلي موخه  د کرستچرچ د ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې  یو جومات وو. خو کله  چې  متوجه شوم  د النور  او لینود جوماتونه  د کلیسا پر ځای جوړ شوي دي. یعنې  ددې جوماتونو پر ځای مخکې کلیساګانې وې چې وروسته په جوماتونو اړول شوي دي. هغه ویلي دي چې دا زمونږ  لپاره  سپکاوی دی چې د همدې امله مې پدې جوماتونو د برید ترسره کړ.

برید کوونکي دا برید  لکه د کمپوټري  لوبې په څیر  د ټولنیزې مډیا له لارې په ژوندۍ بڼه  خپور کړی دی. د برید پر مهال  برید کوونکي څو ځله  د ټوپک شاژور  بدل کړی دی.

ویل کیږي  برید کوونکي جومات ته د ننوتو سره  په هر لورې  په ډزو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه