په مالیزیا کې اسلام او حضرت محمد ص د سپکاوي په تور یو تن په ۷ میاشتو بند او نقدي جزا محکوم شو
په مالیزیا کې اسلام او حضرت محمد ص ته د سپکاوي په تور یو تن په ۷ میاشتو بند او ۲۴۴۵ امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم شو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نوموړي کس چې د ټولنیزې مډیا له لارې د اسلام او حضرت محمد ص ته د سپکاوي ډک ځینې پوستونه خپاره کړي وو د مارچ په ۴ مه نیټه نیول شوی وو. د محمد یزید کونګ عبدالله په نامه دا کس د پولیسو د تحقیقاتو پر مهال په خپل جرم اعتراف وکړ چې وروسته د محکمې لخوا په ۷ میاشتو بند او ۲۴۴۵ امریکايي ډالره نقدي جزا محکوم کړی شو.
همداشان محکمې حکم کړی که چیرې تورن کس نقدي جزا ورنکړي د بند موده به يي دوکاله نوره هم وغځول شي.
د ویلو ده چې په مالیزیا کې تیره میاشت هم یو تن حضر محمد ص ته د سپکاوي په تور د محکمې لخوا په لس کاله بند محکو شوی وو.
د مالیزیا پولیسو ویلي دي چې پدې وروستیو کې د ټولنیزې مډیا له لارې په ټول هیواد کې د اسلام او حضرت محمد ص ته د سپکاوي ډک پيغامونو او پوستونو د نشرولو کچه لوړه شوې ده .
تر اوسه پورې مو پدې اړه ۹۲۹ راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې تیره میاشت په مالیزیا کې یو تن چینیايي حضرت محمد ص د سپکاوي په تور ونیول شو چې وروسته د نوموړي هیواد په پلازمینه کولالمپور کې مظاهرې هم شوې وې.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.