په مکسیکو کې په لسګونو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ
په مکسیکو کې د کډوالو د یو موټر د چپه کیدو په پایله کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی.
1159392
د مکسیکو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا پيښه د نوموړي هیواد د چیاپاس په ښار کې رامنځته شوې ده .
د چیاپاس امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په موټر چې په لسګونو تنه کډوال پکې سپاره وه د مکسیکو په سویل ختیځ کې د چیاپاس ایالت اړوند د کولونیا فرانسیسکو سارابیا په کلي کې د نامعلوم لامل له امله چپه شوی دی.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې روغتیايي چارواکیو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه لري.
د سیمې څارنوالۍ د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی. ګمان کیږي چې دا کډوال امریکا ته د تیریدو په خاطر روان ول.