امریکا د عراق نه د خپلو ځواکونو ویستو ته اماده ګي وښوده.

امریکا  ویلي چې د عراق  د حکومت د غوښتې په صورت کې حاضر دي چې ددې هیواد نه خپل ځواکونه وباسي.

1148744
امریکا د عراق نه د خپلو ځواکونو ویستو ته اماده ګي وښوده.

 

دا خبره په عراق کې  د امریکا متحده ایالتونو  شاژدافیر جوی هوډ وکړه.

هغه  د عراق په پلازمینه  بغداد کې خبري غونډې  په نوموړي هیواد کې د امریکايي ځواکونو د شتون په اړه  پوښتنې ځواب کړې. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په عراق کې شیعه ډلو  د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو غوښتنه کړې ده .

په عراق کې  د امریکا د سفارت شاژدافیر  وویل چې  امریکايي ځواکونه  د عراق د حکومت په بلنه  راغلي دي.

همداشان د عراق د حکومت د غوښتنې په صورت کې  حاضر  دي چې  خپل ځواکونه ددې هیواد نه وباسي. هغه وویل چې  امریکا په عراق کې پوځي هډه نلري.

هغه وویل چې  ۵۲۰۰ تنه امریکايي سرتیري په عراق کې  میشت دي . دا ځواکونه  د عراقي ځواکونو سره په ګډه  حرکت  کوي. همداشان هغه وویل چې  عراقي ځواکونه تر اوسه پورې  د امریکايي ځواکونو د سلامشورو نه پرته په یواځې ځان  د هیواد د امنیت د ټینګولو ظرفیت  نلري.

شاژدافیر  ټول هغه ادعاګانې چې  امریکا غواړي په عراق کې خپل ځواکونه خواره کړي  رد کړې .

د ویلو  ده چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه د تیر کال د دسمبر په ۲۶ مه نيټه  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  د څرګندونو نه وروسته چې ویلي وو په الانبار ولایت کې په پوځي هډې ډیر زیات مصرف کړی  او امریکايی ځواکونه به د ایران د څارولو په خاطر  په عراق کې وساتي  سخت غبرګونونه پیل شول.

شیعه ډلو  هر څه ژر د هیواد نه د امریکايي ځواکونو  د ویستو غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې په عراق د یرغل نه وروسته دې هیواد  ته ۱۶۵ زره ځواکونه  ځای په ځای کړي وو. د امریکا پخواني ولسمشر اوباما  بیا  د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په میاشت کې خپل ټول ځواکونه  د عراق نه وویستل.

همداشان په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په عراق کې د یو زیات شمیر سیمو د نیولو نه وروسته  عراق  پخواني ولسمشر  نوري المالکی امریکايي ځواکونو نه یو ځل بیا بلنه ورکړه.



اړوند خبرونه