د فرانسې پر سفیر په دوو میرمنو د جنسي تیري کولو تور ولګول شو

د فرانسې سفیر په دوو میرمنو جنسي تیری کړی دی

1149067
د فرانسې پر سفیر په دوو میرمنو د جنسي تیري کولو تور ولګول شو

د آرام  اقیانوس په سویل ختیځ کې پروت  د نوې کالیدونیا  په خودمختاره سیمه کې  د فرانسې د وانواتو سفیر جودیس روبي  پر خلاف  په دوو  میرمنو د جنسي تیري کولو  تور ولګول شو.

په نوې کالیدونیا  کې  د فرانسوي سفیر پر خلاف  په دوو ښځو د جنسي تیري کولو له امله  څارنوالۍ ته  شکایت  شوی دی.

د فرانسې د خبري رسنیو د خبر له مخې  په روبي تور لګیدلی دی چې  د نوې کالیدونیا  په پلازمینه  نومیا کې په دوو میرمنو په زور سره  جنسي تیری  کړي دي.

ویل کیږي دا پيښه  تیره اوونۍ  رامنځته شوی ده. په وانواتو کې د فرانسې سفیر  روبي په یوې غونډه کې د ګډون په موخه  د نوې کالیدونیا  پلازمینې ناومیا  ښار ته  سفر کړ ی وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړې پيښې په اړه  د غبرګونونو د راپاریدو نه وروسته  نوموړی سفیر  د سپیناوي په خاطر  وزارت ته  غوښتی دی.



اړوند خبرونه