عربستان د اروپايي ټولنې لخوا ددې هیواد نوم په تور لست کې د شاملولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
اروپا د سعودي عربستان نوم د په تور لست کې شامل کړ
سعودي عربستان د اروپايي ټولنې لخوا ددې هیواد نوم په تور لست کې د شاملولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
اروپايي ټولنې سعودي عربستان د تورو پيسو د سپینولو او د مالي پلوه د ترهګرو د تمویلونکو پر خلاف د مبارزې د ستندردونو نه پوره کولو له امله په تور لست کې شامل کړ.
د سعودي عربستان حکومت ویلي دي چې د تورو پيسو د سپینولو او د مالي پلوه د ترهګرو د تمویلوونکو پر خلاف د مبارزې په خاطر یو زیات شمیر قوانین تصویب کړي . د دا ډول جرایمو د کچې د راټیټولو په خاطر يي ډیر مهم ګامونه اوچت کړي. خو د اروپايي تولنې لخوا پر سعودي عربستان د تورو پیسو د سپینولو او د ترهګرو د مالي سرچینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ناغیړۍ په تور په تور لست کې شاملول د خواشینۍ ځای دی.
سعودي عربستان تل د تورو پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو پر وړاندې د نړۍوالې مبارزې نه قوي ملاتړ کړی او پدې برخه کې د خپلو نړۍوالو شریکانو او متحدینو سره تل همکاري کړې ده .
په څرګندونو کې راغلي دي چې سعودي عربستان د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ائتلاف مهم شریک او د امریکا او ایټالیا سره په ګډه د ترهګرو د مالي سرچینو پر خلاف د مبارزې د ډلې مشري کړې ده . سعودي عربستان د تورو پیسو د سپینولو او ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو او پدې برخه کې د جرایمو د کچې د راټیټولو په خاطر تیر کال یو زیات شمیر قوانین تصویب کړي دي.
سعودي عربستان د اروپا د کمیسیون چارواکیو او د اروپا د پارلمان غړیو ته د سعودي عربستان لخوا د تورو پيسو د سپینولو او ترهګرو د مالي سرچینو پر خلاف د مبارزې په برخه کې د نړۍ او سیمې په کچه د ترسره کړو هلو ځلو نه د مشاهدې په خاطر هیواد ته بلنه ورکړې ده .
د یادولو وړ ده چې اروپايي ټولنې کمیسیون پرون سعودي عربستان د تورو پیسو د سپینولو او ترهګرۍ د مالي سرچینو پر خلاف د مبارزې د ستندردونو د نه پوره کولو له امله په تور لست کې شامل کړ.