په جموکشمیر کې د پولیسو او جلا غوښتونکو ترمنځه سخته نښته شوې
په جمو کشمیر کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي ووژل شول
1144256
د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه په نښته کې ۲ تنه بیلتون غوښتونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د سیمه ایزو خبري رسنیو د خبر له مخې پولیسو د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته بودګام د سیمې اړوند چادورا په کلي چاپه واچوله.
پولیسو ویلي دي چې د چاپې پر مهال د بیلتون غوښتونکو د برید سره مخامخ شول او نښته پیل شوه.
په نښته کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا پدې چاپه کې د بیلتون غوښتونکو اړوند ګن شمیر وسلې او مهمات هم نیولي دي.
پولیسو د نښتې پر مهال د سیمې په خلکو د کورونو نه د نه راوتو غوښتنه کړې وه.