د سویډن په پلازمینه ستوکخلم کې په یو کور کې چاودنه وشوه.
په سویډن کې په یو کور کې چاودنه شوې
د سویډن د خبري رسنیو د خبر له مخې چاودنه د واربرګ په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د ستوکخلم د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې پیښه پرون د مازیګر په ساعتونو کې د واربرګ په سیمه کې رامنځته شوي ده . پدې پيښه کې یو تن ۲۰ ځوان ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د چاودنه وروسته يي په کور کې تحقیقات پیل کړي دي.
د ستوکخلم د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي دي چې تر اوسه پورې دا معلومه نده چې دا پیښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري او که نه. د چاودنې په ځای کې په ډیره هراړخیزه توګه تحقیقات پيل شوي دي.
همداشان د پيښې د ځای شاوخوا کورونو خلک تخلیه شوي دي.
د بله پلوه د سویډن د ایکسپرس ورځپاڼې بیا ادعا کړې ده چې چاودنه د یو تن لخوا چې ځانمرګی برید کوونکی وو د ځان د الوزولو له امله رامنځته شوې ده . په پیښه کې وژل شوی کس ځانمرګی برید کوونکی دی.
د سویډن استخباراتو هم پدې پيښه کې د وژل شوي کس او چاودنې په اړه ډیر پراخه او دقیق تحقیقات پیل کړي دي.