د ملګروملتونو ځانګړې راپورترې د قاشقچي د جنایت په اړه راپور خپور کړ
ملګروملتونو ویلي دي چې سعودي عربستان د ترکیې لخوا د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه د بې طرفه، رڼو او هر اړخیزو تحقیقاتو د ترسره کولو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
د ملګروملتونو سازمان د غیرې قانوني اعدامونو ځانګړې راپورترې اګنیس کالامارد تیره ورځ په ترکیه کې د قاشقچي د جنایت په اړه د تحقیقاتو نه وروسته راپور جوړ کړی دی.
نوموړې په جوړ کړي راپور کې ویلي دي چې جمال قاشقچي د مخکې نه د پلان شوي د وحشي جنایت قرباني شوی دی. ټول دلایل او شواهد دا ښايي چې دا جنایت د سعودي عربستان د چارواکیو لخوا ترسره شوی دی.
هغه ویلي دي چې د قاشقچي د جنایت په اړه د ترکیې لخوا د رڼو، بې طرفه او هر اړخیزو تحقیقاتو پر وړاندې د سعودي عربستان لخوا خنډونه جوړ شوي دي.
هغې ویلي دي چې ددې وحشي جنایت اړوند وحشتناکه ثبت شوي غږ ځیني ترلاسه شوي دي. د قاشقچي جنایت د نړۍوالو حقوقو او اړیکو په ښکاره توګه د خپو لاندې کول او تیری دی.
هغې د ټولو خواوو نه د دې جنایت اړوند په لاس کې لرولو معلوماتو او استخباراتو د شریکولو غږ کړی دی او ترکیې نه هغې ته رامنځته کړو سهولتونو له امله مننه کړې.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان مخالف او منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په دویمه نيټه د ځینو رسمي چارو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو سره سم په ډیره وحشینانه ډول ووژل شو.
د قاشقچي جسد تر اوسه پورې موندل شوی ندی.