روسیې د ترکي سوداګرو، لارۍ چلوونکو او خدمت پاسپورت لرونکو ته ویزه معاف کړه
روسیې د ترکي سوداګرو ، لارۍ چلوونکو او د خدمت پاسپورت لرونکو ته ویزه معاف کړه.
1140129
مسکو د ترکیې د ځانګړو او خدمت پاسپورت لرونکو سربیره د سوداګرو او لارۍ چلوونکو لپاره ویزه معاف کړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو فرمان په خپرولو سره دا ګام اوچت کړ.
د روسېې د ولسمشر لخوا د خپور شوي فرمان له مخې د ترکیې د خدمت او شنو یا ځانګړو پاسپورت لرونکي ، سوداګر او لارۍ چلوونکې ددینه وروسته کولای شي چې د ویزې پرته روسیې ته سفر وکړي.
د روسیې حکومت د مسلې په اړه ویلي دي چې روسیې دا ګام د ترکیې لخوا د متقابلیت د قاعدې له مخې اوچت کړی دی.
د ویلو ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د تیر کال د اګست په میاشت کې د خپل روس سیال سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د د ویزې د معافیت په مسلې په هړ اړخیزه توګه خبرې کړې وې.
پدې لیدنه کې روسیې ترکي وګړو ته د ویزې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې وه.