د ونزویلا مخالف مشر د هیواد لپاره جوړ کړی پراختیايي پلان اعلان کړ
د ونزویلا مخالف مشر خوان ګوایدو چې ځان يي د موقت دولت د مشر په توګه اعلان کړی دی د هیواد لپاره جوړ کړی پراختیايي پروګرام اعلان کړ.
خوان ګوایدو د ونزویلا پراختیايي پلان په پلازمینه کاراکاس کې په مرکزي پوهنتون کې اعلان کړ.
د ګوایدو په خپل پلان کې په دوو مسلو ډیر ټیګار کړی دی چې یو يي د موجود د ډار او ویرې د دولتي نظام بدلول او هیوادالو ته لا ښه خدمت کول دي او دویم يي د نړۍوالو پانګو جذب او د اعتماد او باور فضا رامنځته کول دي.
هغه ویلي دي چې غواړي ونزویلا د نړۍ سره سازګاره کړي. ګوایدو وویل چې د هیوادوالو اصلي ستونزه د برښنا د ستونزې د حل په خاطر به مبارزه وکړي.
هغه وویل چې ددې پلان په مرکز او زړه کې ملت قرار لري. هغه وویل چې ددې پلان د عملي کولو په خاطر بزګران، وسله وال ځواکونه او نړۍواله ټولنه حیاتي ارزښت لري.
هغه وویل چې د اروپا پارلمان هم د ونزویلا د موقت دولت د مشر په توګه په رسمیت وپیژنده .
ګوایدو وویل چې د چین او روسیې سره چې د ولسمشر مادورو اصلي ملاتړ کوونکي دي د تفاهم په خاطر به هلې ځلې وکړي.
هغه وویل چې بشري مرستو ته به لومړیتوب ورکړي. ګوایدو وویل چې دا پلان ننی ندی. دا پلان د څو کلونو زیار په پایله کې جوړ شوی دی.
هغه د خالي په ورځ په پلازمینه کاراکاس او نورو ښارونو کې د لا سترو مظاهرو په خاطر خلک لارو او سړکانو ته راوبلل.