د جنسي پلوه د ماشومانو د ځوړونکو راهبانو نومونه افشا شول
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس د ایالت په کلیساګانو کې د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونکو او تیري کوونکو ۲۸۶ تنو راهبانو نومونه اعلان شول.
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس د ایالت په کلیساګانو کې د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونکو او تیري کوونکو ۲۸۶ تنو راهبانو نومونه اعلان شول.
د امریکا د پنسلوانیا د ښار لوی څارنوال لخوا د جوړ شوي راپور د خپریدو نه وروسته چې پکې په ویل شوي وو چې تر زرو تنو ډیر ماشومان د جنسي پلوه ځورول شوي او تیری پرې شوی دی او کلیساګانو چارواکیو پدې جرمونو پرده غوړولې ده د مسلې په اړه لا جدي څیړنې پیل شوې.
همداشان د نوموړو څيړونو په چوکاټ کې د هغه راهبانو چې ماشومان يي د جنسي پلوه ځورولي دي او یا تیری پرې کړی دی د نومونو به افشا کولو پیل وشو.
په راپور کې راغلي دي چې د راهبانو لخوا د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونې او تیري مسله تر ۱۹۵۰ کلونو غځیږي. یو زیات شمیر راهبان چې ماشومانو يي د جنسي پلوه ځورولي دي اوس ژوندي ندي.
د بله پلوه د تکزاس ایالت د لوی څارنوال ویاند ویلي دي چې « د تکزاس لوی څارنوال ددې ډول ناوړه پيښو او اعمالو د لمنځه وړو او د تکزاس د ایالت ماشومانو ته د مخامخو ټولو تهدیدونو د منځه وړو په خاطر د ځايي امنیتي ادارو او د ولسوالیو څارنوالیو سره هر ډول مرستې ته تیار دی. »
د بله پلوه د تکزاس ایالت اسقف اعظم د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د هغه راهبانو د نومونو د افشا کولو پریکړه يي کړې ده چې پدې جرم کې ښکیل دي. په بیان کې راغلي دي چې دا مسله کیدای شي چې د قربانیانو درد یو اندازه کم کړي. د نورو لپاره هیلې وزیږوي. همداشان د تکزاس اسقف اعظم په بیان کې ویلي دي چې د هغه چارواکیو د نامه نه چې تر پدې ناوړه جرمونو او اعمالو يي سترګې پټې کړي دي او هیڅډول اقدام يي ندی کړی د ټولو نه بښنه غواړم.
ځکه چې زمونږ کلیسا هم بدنامه شوې ده او ددې بدنامۍ د لمنځه وړو په خاطر باید ځینې ګامونه اوچت شي.
د ویلو ده چې په کلیساګانو کې د جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې او تیري په اړه په تحقیقاتو کې دا معلومه شوه چې تر ۳۰۰ تنو ډیرو راهبانو په زرګونو تنه ماشومان د جنسي پلوه ځورولي او یا يي پرې تیری کړی دی.