د طالبانو، ایران، شمالي کوریا او داعش په اړه د ټرمپ څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  په افغانستان کې د طالبانو، شمالي کوریا، ایران او داعش ترهګرې ډلې  اړوند مهمې څرګندونې وکړې.

1136128
د طالبانو، ایران، شمالي کوریا او داعش په اړه د ټرمپ څرګندونې

 

ولسمشر ټرمپ  په افغانستان کې د طالبانو سره  د سولې د روانو مذاکراتو په اړه وویل چې « د ۱۸ کلنې  جګړې نه وروسته  پيل شوي مذاکرات  په ډیره  ښه توګه پر مخ روان دي. افغانان سوله غواړي. دا چې دا مذاکراتو څومره  بریالي  دي په نږدې راتلوونکې کې به  ددې شاهدي وکړو. »

دونالد ټرمپ ویلي دي  کله چې زه د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شوم  داعش ترهګرې ډله په سوریه کې تر کنټروله وتلې وه  او ډیره  زیاته قوي وه. خو  په ډیره کمه موده کې مو  د داعش ترهګره ډله  د چا خبره په کامله توګه له منځه یوړه.

ټرمپ  د شمالي کوریا سره د اړیکو په اړه وویل چې  د پخوانیو حکومتونو  پر مهال د امریکا او شمالي کوریا  ترمنځه اړیکې  ډیرې زیاتې خرابې وې خو نن ورځ  دا اړیکې تر ټولو په لوړه کچه کې  قرار لري. نن ورځ شمالي کوریا  د اټومي وسلو د ازمایښتونو نه  لاس اخیستی دی  او دا ازموینې پایته رسیدلي دي.

ټرمپ  د ایران سره  د اړیکو په اړه هم  څرګندونې وکړې. د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس  دان کوټس  او د مرکزي استخباراتو رئیس ګینا هاسپل  تیره ورځ  د ایران د اټومي پروګرام په اړه  د امریکا د مشرانو جرګې ته معلومات ورکړل. هغوې  د مشرانو جرګې ته  وویل  فکر نه کوي چې  ایران  دم ګړۍ  د اټومي  توغندیو  د تولید هڅه وکړي.

ټرمپ  د استخباراتو د مشرانو ددې څرګندونو په په اړه ډیر سخت  غبرګون وښود او وویل «د استخباراتو چارواکي د ایران د خطراتو په اړه  تر وروستي درجې  پسیف  او ناخبره ښکاري. هغوې  غلط  فکر کوي. کله چې زه  د ولسمشر په توګه وټاکل شوم  ایران  د منځني ختیځ نه  بهر نورې سیمې هم  د ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړې وې، خو د ایران سره  د اټومي تړون نه د وتو نه  او پدې هیواد د بندیزونو د لګولو نه راپدیخوا  پدې هیواد کې ډیر جدي تغیرات راغلي دي . خو ددې سره سره  دا هیواد اوس هم  د یو زیات شمیر ستونزو  اصلي  سرچینه ده. ایران  راکټونه جوړوي  او په ازمایښتونو يي ورته پيل کړی دی. د هغوې  د مخنیوي یواځۍ لار  سخت اقتصادي بندیزونه دي. د ایران په مسله کې باید د ډیر دقت نه کار واخیستل شي. د استخباراتو کارکوونکو ته  زما  توصیه داده چې  له سره  په زده کړو پيل وکړي. »

هغه  په افغانستان کې د طالبانو سره  د سولې د روانو مذاکراتو په اړه  خوشبینې وښوده او وویل چې  مذاکرات په ډیره  ښه توګه پر مخ روان دي. افغانان سوله غواړي. وبه ګورو چې ددې مذاکراتو پایلې څنګه دي.



اړوند خبرونه