په فیلیپین کې  داځل  په یو جومات  بمي برید وشو.

په فیلیپین کې په جومات بمي برید وشو

1135430
په فیلیپین کې  داځل  په یو جومات  بمي برید وشو.

 

د فیلیپین په میندانو ټاپو د زمبوانګا په ښار کې چیرته چې ډیری  مسلمانان اوسیږي  په یو جومات  د لاسي بم برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید  د سهار په وختي ساعتونو کې شوی دی. سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې پدې برید کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي په پيښه کې وژل شوي  کسان  په جومات کې ویده ول.

په فیلیپین کې  پداسې حال کې په جومات  بمي برید کیږي چې  درې ورځې مخکې  د کاتولیکو مسیحیانو  په کلیسا  غبرګ بمي بریدونه وشول.

د ویلو ده چې په کلیسا  د برید په پایله کې  ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو  او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي ول.

په کلیسا  د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.


پيوندونه: #فیلیپین , #جومات , #برید

اړوند خبرونه