ضمیر کابلوف پاکستان ته تللی دی
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې کابلوف د پوځي او ملکي چارواکیو سره د لیدونو کتنو نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسلې په اړه خبرې وشوې د روسیې ځانګړي استازي وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې ډیر مهم رول لوبولی شي.
کابلوف وویل چې د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر د پاکستان د هلو ځلو قدرداني کوو. روسیه د پاکستان نه پدې برخه کې قوي ملاتړ کوي.
قریشي ددې خبرې په ټینګار وویل چې ټولې نړۍ د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د هلو ځلو قدرداني کړې ده. هغه وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.
همداشان قریشي هم د روسیې نه د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو د کنفرانس د جوړولو له امله مننه وکړه.
پدې لیدنه کې دواړو خواوو د ګډو ګټو او په افغانستان کې د سولې په خاطر د روان بهیر سره د نږدې نه د همکارۍ کولو په اړه تفاهم وکړ.