پوتین د ونزویلا نه یو ځل بیا ملاتړ اعلان کړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ونزویلا د برحاله حکومت نه چې د بهرنیو لاسوهنو او تحریکونو په پایله کې د سیاسي بحران لاس او ګریوان دی خپل ملاتړ تازه کړ.
د کرملین د رسنیو د دفتر لخوا لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ونزویلا کې د رامنځته شوو وروستیو پرمختګونو په اړه د نوموړي هیواد د ولسمشر نیکولاس مادورو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
ولسمشر پوتین د مادورو سره په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله د منلو وړ نده. د ونزویلا په کورنیو چارو کې هر ډول مداخله د نړۍوالو حقوقو نه ښکاره سرغړونه او تیری دی.
د روسیې ولسمشر د ونزویلا سره د همکارۍ په دوام ټینګار وکړ او ددې هیواد نه خپل قاطع ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ.
پوتین ویلي دي چې په ونزویلا کې رامنځته شوی سیاسي بحران باید د نوموړي هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې ددې هیواد د وګړو لخوا په سوله ایزه توګه حل کړی شي.
د ویلو ده چې د ونزویلا د ملي شورا رئیس خوان ګوایدو د حکومت پر خلاف په پیل کړو مظاهرو کې اعلان وکړ چې د مادورو حکومت په رسمیت نه پیژني او ځان يي د موقت حکومت د مشر به توګه په اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ تیره ورځ د ونزویلا د ملي شورا رئیس چې ځان يي د موقت حکومت د مشر په توګه اعلان کړی دی په رسمیت وپیژنده. همداشان د امریکا نه وروسته یو زیات شمیر نورو هیواد هم د ملي شورا رئیس د ونزویلا د موقت حکومت د مشر په توګه په رسمیت وپیژنده.