پوتین : د ترکیې ګټو ته درناوی لرو
ولسمشر اردوغان تیره ورځ په مسکو کې د ولادیمیر پوتین سره ولیدل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځ لوري ته جوړیدونکي د امن سیمې په اړه وویل « د دوست هیواد ترکیې ګټو ته درناوی لرو، په ځانګړې توګه د امنیت د ټینګښت په مسله کې. »
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې پرون د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته تللی وو د خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
دواړو مشرانو د لیدونو نه وروسته په کرملین ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې برخه واخیسته.
د روسیې ولسمشر پوتین خبریالانو ته وویل چې ډیر ګټوره لیدنه وه . د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې. هغه وویل چې دواړه هیوادونه په سوریه کې روانې ستونزې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د حل لارې د موندولو په خاطر کار کوي.
ترکیه او روسیه په سوریه کې د تل پاتې حل لارې په خاطر په ګده کار کوي. مونږ د سیاسي او ډيپلوماتیکو لارو څخه ددې ستونزې د حل غوښتنه کوو. هغه وویل که چیرې امریکا د سوریې نه خپل سرتیري وباسي دا به یو ډیر مثبت ګام وي.
همداشان پوتین وویل چې په پام کې لرو د سوریې اړوند د روسیې، ترکیې او ایران په ګډون راتلوونکې درې اړخیزه غونډه په مسکو کې جوړه کړو.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ټولو ترهګرو په مقابل کې د ګډې مبارزې په مسله کې د ترکیې سره همفکره یو.
پوتین د ترکیې، روسیې ، ایران او ملګروملتونو سازمان د ځانګړي استازي په هماهنګۍ کې په سوریه کې د نوي اساسي قانون د کمیټې د چارو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « اساسي قانون کمیټه یوه ډیره مهمه کمیټه ده. دا کمیټه باید د ټولو خواوو سره ارتباطات ټینګ کړي . »