په نیویارک کې درې تنه پر مسلمانانو د بمي بریدونو د پلان جوړولو په تور ونیول شول
په امریکا متحده ایالتونو کې درې تنه پر مسلمانانو د بمي بریدونو د ترسره کولو د پلان جوړولو په تور ونیول شول.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې درې ورځې مخکې د نیویارک ښار د روچیستر سیمې د ګریس په محله کې درې تنه ځوانان د پولیسو لخوا ونیول شول.
ویل کیږي د نوموړو درو تنو سره چاودیدونکي توکي، بمونه او وسلې هم نیول شوي دي.
پولیسو نوموړي کسان د ناقانونه چاودیدونکو توکو، بمونو او وسلو ګرځولو او د نیویارک ښار اړوند د دلاواری په سیمه کې د اسلام برګ په کلي کې په میشتو مسلمانانو د بمي او وسله والو بریدونو د پلان درلودو په تور محکمې ته وړاندې کړل.
همداشان محکمې هم دا درې تنه پر مسلمانانو ټولنو د بمي او وسله والو بریدونو د پلان جوړولو په تور تورن کړي دي.
محکمې د نوموړو ۳ تنو د زنداني کولو پریکړه کړې ده .
د ویلو ده چې د نیویارک ښار د اسلام برګ په سیمه کې ډیری پاکستاني الاصله امریکايي مسلمانان ژوند کوي. ویل کیږي د اسلام برګ سیمه د پاکستان د نامتو دیني عالم مبارک علي ګیلاني او د هغه د موریدانو لخوا جوړه شوې ده .
په تیرو کلونو کې هم پدې سیمه د بمي او وسله والو بریدونو د ترسره کولو ناکامې هڅې شوي دي .