ټرمپ : د دفاعي تکنالوژۍ په برخه باید تل د خپلو رقیبانو نه یو ګام مخکې اوسو

ټرمپ : امریکا د نړۍ تر ټولو قوي او بډایه هیواد دی

1128169
ټرمپ : د دفاعي تکنالوژۍ په برخه باید تل د خپلو رقیبانو نه یو ګام  مخکې اوسو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې  د دښمن او یا نورو ځواکونو لخوا په اشتباهي توګه هم  زمونږ  پر لورې  توغندی وتوغول شي  سمدلاسه به يي  په هوا کې لمنځه یوسو. که چیرې دا هر ډول توغندی وي او د هر ځای نه وتوغول شي  زمونږ لپاره فرق  نکوي.

ټرمپ  دا څرګندونې  د امریکا د دفاع د وزارت  د دفاعي سیستم  د وضعیت  په اړه د جوړ شوي  راپور  په اړه د ارزونې پر مهال  وکړې.

ټرمپ وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ایران  د روانې اونۍ په پیل کې  یوه سفینه فضا ته وتوغوله  چې  ناکامه شوه.

که چیرې  ایران  پدې اقدام کې بریالی شوی وی  کیدای شو چې ډیر مهم  معلومات يي ترلاسه کړي وی. کیدای شي چې ددې  معلوماتو نه يي  د نړۍ د لویو وچو نه د تیریدونکو توغندیو په برخه که کار اخیستی وی.

خو  مونږ  به هیچا ته  امریکا ته  د رارسیدو اجازه ورنکړو. هیچا توغندیو ته به تر امریکا پورې د رارسیدو اجازه ورنکړو.

ټرمپ  وویل چې  د ایران سره  د لاسلیک شوي اټومي تړون نه د وتو سره  یو ډیر  زبردست  کار وکړ. نن ورځ  ایران  هغه  ایران ندی چې دوه کاله مخکې وو. نن ورځ تهران  پخپله د امریکا سره  د مذاکراتو غوښتنه کوي.

ټرمپ وویل چې امریکا  باید د تکنالوژۍ له پلوه تل د خپلو رقیبانو نه  یو ګام  مخکي وي.

امریکا  د بالستیک توغندیو نه نیولې تر سوپر سونیک توغندیو  پورې  د ټولو توغندیو د دولونو پر خلاف  د ځان نه  د دفاع په خاطر  خپل دریځ ته تغیر ورکوي.

هغه وویل داسې ښکاري چې نن ورځ فضا هم  د جګړې په ډګر بدل شوی وي چې د همدې امله مو د فضايي ځواکونو  قومنداني  تاسیس کړه.

په نوې بودیجه کې به په فضا کې  د دفاعي توغندیو په قوي سیستم  پانګه اچونه وکړو. دا نوې تکنالوژي ده. ددې تکنالوژۍ سره به  د دښمن  او یا  د نورو قوتونو لخوا په اشتباهي ډول سره  زمونږ پر لورې توغول شوی هر ډول  توغندی  سمدلاسه شنډ او راښکته کړو. داسې تکنالوژي به جوړه کړو  چې  هر ډول توغندی  که د نړۍ د هرې نقطې نه وتوغول شي  هغه به سمدلاسه شنډ کړي.

ټرمپ وویل  چې امریکا  یو ډیر بډایه هیواد دی. د ټولو متحدو  او ستراتیژیکو شریکو هیوادونو نه چې امنیت يي مو ورته ساتلی دی  ددې د بدل غوښتنه کړې ده .

ټرمپ وویل که چیرې  د ولسمشر په توګه وټاکل شو  په اروپا کې تر ټولو  مشهور  او محبوب  ولسمشر وو. خو  کله چې مو د ناټو سازمان د متحدینو نه  د دفاعي مصارفاتو په برخه کې  د ژمنو د پر ځای کولو  غوښتنه وکړه د ټولو څیره  بدله شوه.

هغه وویل چې  د ناټو د بودیجې او مصارفاتو  په برخه کې  مو  ډیر زیات پرمختګ کړی دی. ددینه وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړو چې مونږ  سره  د لوده ګانو معامله وکړي او یا مونږ نه  استفاده وکړي.

 



اړوند خبرونه