په روسیه کې یو ځل بیا په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې چاودنه وشوه
د روسیې د روستوف په سیمه کې یو ځل بیا په یوې ودانۍ کې چاودنه وشوه.
د روسیې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د روستوف په سیمه کې په یوې ودانۍ کې د ګازو په نللیکه کې د چاودنې له امله تر اوسه پورې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې د روستوف ولایت د شاختي په ښار کې په یوې نهه پوړیزه ودانۍ کې د ګازو په نللیکه کې چاودنه وشوه.
د ژغورنې ډلې په سیمه کې د پلټنو چارو ته دوام ورکوي. ویل کیږي په سیمه کې تر اوسه پورې د څلورو تنو مړي د چپه شوې ودانۍ د لاندې نه راویستل شوي دي.
د ویلو ده چې د تیر دسمبر د میاشتې په ۳۱ مه نیټه هم د روسیې د ماګني توګورسک په ښار کې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې د ګازو د نللیکې د چاودنې له امله ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګن شمیر نور ټپيان شوي وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.