د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو لوی درستزوالان په بروکسل سره راټول شوي دي
د ناټو د غړیو هیوادونو ستر درستیزوالان د افغانستان په ګډون په ګن شمیر مسئلو خبرو په خاطر په بروکسل کې راټول شوي دي
د ناټو سازمان د ۲۹ غړیو هیوادونو ستر درستزوالان په پوځي ستراتیژۍ، ناټو ته د مخامخو ګواښونو، د ځان نه د دفاع، افغانستان او لویدیځ بالکان په څیر په مسئلو د غور کولو په خاطر د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې سره راټول شوي دي.
دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. د غونډې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت، دفاعي مسئلو او پوځي ستراتیژۍ په څیر په مسلو خبرې وشي.
د غونډې په دویمه ورځ به د تطبیقاتو په تیاریو، ناټو او ګرجستان په اتحاد او د بالکان په مسلو خبرې وشي.
پدې غونډه کې د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر هم ګډون کړی دی.
د ویلو ده چې د هیواد لوی درستیز ستر جنرال ګولر به د دې غونډې په چوکات کې د امریکا د لوی درستیز جوزیف ډانفورد سره لیدنه وکړي.
ګولر به د پاکستان او اسپانیا د لوی درستزوالانو سره هم جلا جلا لیدنې وکړي.
د ناټو د غړیو هیوادونو ستردرستیزوالان په کال کې دوه ځلې په بروکسل کې او یو ځل د غړیو هیوادونو نه په یو هیواد کې جمعآ درې ځله غونډه کوي.
په غونډو کې د نړۍوالو ګواښونو، امنیتي مسايلو، ناټو سازمان په عملیاتو او ماموریتونو خبرې او غور کوي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.