انګلستان په دمشق کې خپل سفارت د پرانیستو اړوند ادعاګانې رد کړې

انګلستان  د سوریې په پلازمینه  دمشق کې د خپل سفارت د پرانیستو اړوند ادعاګانې  په کلکه توګه رد کړې .

1121940
انګلستان په دمشق کې  خپل سفارت د پرانیستو اړوند ادعاګانې رد کړې

 

د سوریې لپاره د انګلستان ځانګړي استازي مارتین لانګدین  د بشار اسد رژیم  په خپل هیواد کې د ترسره کړو قتل عامونو  او د خپلو بې ګناه هیوادوالو د وژلو سره  خپل مشروعیت  د لاسه ورکړی دی.

هغه دا څرګندونې د ټولنیزې مډیا له لارې کړي دي.

مارتین لانګدین د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  بشار اسد رژیم د ترسره کړو عام وژنو  او  بیګناه سوري وګړو د وژلو سره  خپل مشروعیت د لاسه ورکړی دی.

انګلستان د همدې امله په ۲۰۱۲ کال کې  په دمشق کې خپل سفارت وتړولو  او د پرانیستو نیت يي هم  نلري.

د ویلو ده چې  ځینو خبري رسنیو انګلستان غواړي چې  په دمشق کې خپل سفارت پرانیزي ادعا کړې وه.

نوموړو خبري رسنیو پدې اړه په خپرو کړو خبرونو کې ویلي وو چې  پدې نږدې وختونو کې ځینو انګلیس ډیپلوماټانو  په دمشق کې د سفارت د ودانۍ نه  لیدنه کړې وه.

انګلستان په دمشق کې د خپل سفارت پرانیستو ته  چمتوالی نیسي.



اړوند خبرونه