ټرمپ : د سوریې نه خپل ځواکونه وباسو خو کیدای شي چې دا بهیر وخت ونیسي

د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر دونالد ټرمپ  د سوریې نه  د خپلو ځواکونو د ویستو د مسلې په اړه تازه څرګندونې وکړې.

1120343
ټرمپ : د سوریې نه خپل ځواکونه وباسو خو کیدای شي چې دا بهیر وخت ونیسي

 

ټرمپ وویل چې  د سوریې د خپلو ځواکونو  د ویستو  د مسلې په اړه ژمن  دی  خو  دا يي ندي ویلي دي چې ځواکونه به هر څه ژر وباسي.

دونالد ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې  خبري غونډې ته  پدې اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل کله چې د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو د سوریې او عراق  لویه برخه  د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې وه. پدې لنډه موده کې  په عراق کې د داعش ترهګرې ډله په کامله توګه له منځه یوړه  او په سوریه کې هم  ځینې پاتې شوني پاتې دي.

د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو وخت رارسیدلی دی خو  ما هیڅ کله هم  په چټکه توګه  د  سوریې نه  د وتو په اړه څه ندي ویلي.

هغه وویل چې  ددینه وروسته د سیمې هیوادونه باید د داعش پر خلاف مبارزه وکړي.

روسیه ، ایران او ترکیه د داعش نه  نفرت لري. لکه څرنګه چې  مونږ  دومره  موده  د داعش پر خلاف وجنګیدو  اوس باید هغوې  وجنګیږي.

د بله پلوه  د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولتن  چې د رسمي سفر په ترڅ کې اسراییلو ته تللی دی هلته خبریالانو ته وویل « د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو مسله  د ترکیې لخوا کوردي جنګیالیو د امنیت په اړه د ضمانت ورکولو او د داعش پر خلاف د قوي مبارزې کولو  پورې اړه لري.»

امریکا  یو ځل بیا  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې  نه  د کوردي جنګیالیو په توګه یادونه وکړه.

د بولتن  دې څرګندونو  د ترکیې سخت غبرګون پارولی دی.


پيوندونه: #امریکا , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه