بلغاریا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو نه یادونه وکړه

بلغاریا ویلي دي چې  د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو  د ویستو په صورت کې  به  دوې هم  خپل ځواکونه له افغانستان نه  وباسي.

1118922
بلغاریا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو نه یادونه وکړه

 

دا څرګندونې  د بلغاریا  د دفاع وزیر کراسیمیر کاراکاچانوف  د افغانستان نه  د راستنو شوو نوبي سرتیرو  په خاطر په جوړولو شوو مراسمو کې وکړې.

هغه  وویل که چیرې  امریکا  د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو  اړوند  سیاست  غوره  کړي  دوې به هم  سمدلاسه خپل سرتیري  ددې هیواد  نه رابهر کړي.

هغه وویل چې  بلغاریا  د ۳۷ م ځل لپاره  افغانستان ته  نوبتي سرتیري استوي. دا ځل به ۱۶۰ تنه سرتیري واستوي.

هغه وویل چې  داسې ښکاري چې  ددینه وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیرې لوړولو ته  اړتیا نشته.

د ناټو د هیواد  د دفاع د وزیرانو په سرمشریزه کې باید پدې مسلې په هر اړخیزه توګه خبرې وشي.

که چیرې د ناټو غړي ځیني هیوادونه غواړي چې له افغانستان نه خپل سرتیري وباسي  مونږ هم  مجبور یو چې  پدې اړه په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړو. که چیرې امریکا د افغانستان نه د خپلو سرتیرو د ویستو پریکړه وکړي په هماغه ورځ به مونږ له افغانستان نه خپل سرتیري وباسو.

د ویلو ده چې  بلغاریايي ځواکونه افغان ځواکونو ته  د امنیت د ټینګښت، پوځي استخباراتو او لومړنیو مرستو په برخو کې  زده کړې ورکوي.



اړوند خبرونه