په روسیه کې د چاودنې له امله د مړو شمیره لسګونو تنو ته ورسیده
په روسیه کې په څو پوړیزه ودانۍ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده
1118168
د روسیې د چیلیابنسک په سیمه کې په یوې څو پوړیزې ودانۍ کې د چاودنې له امله د مړو شمیره لسګونو تنو ته ورسیده.
د روسیې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د چیلیابنسک د سیمې د ماګني توګورسک په ښار کې رامنځته شوې ده .
پيښه د دسمبر په ۳۱ مه نيټه په ځايي وخت د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې وه.
د روسیې فدرال امنیتي اژانس ویلي دي چې چاودنه د ګازو په نللیکه کې رامنځته شوې ده .
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې د چاودنې له امله د څو پوړیزې ودانۍ یوه برخه په کامله توګه تخریب شوې وه . وزارت ویلي دي چې د ژغورنې چارې اوس هم دوام لري. پدې پیښه کې د مړو شمیره ۳۷ تنو ته رسیدلې ده . چاودنې ۴۸ اپارتمانونو ته زیان رسولی دی.
د چپه شوو اپارتمانونو د لاندې نه د ۳۷ تنو مړي راویستل شوي دي.