د امریکا په پوله کې یو تن بل ماشوم کډوال ژوند د لاسه ورکړ
د امریکا متحده ایالتونو په پوله کې د منځني امریکا د هیوادونو نه د راغلو کډوالو نه یو تن بل ماشوم هم ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا د ګمرک او پوله ساتو ځواکونو ادارې د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ګواتیمالا د هیواد نه راغلې کورنۍ چې نیومکسیکو ایالت الاموګورادو په سیمه کې د نیول کیدو نه وروسته تر نظارت لاندې قرار لري یو تن اته کلن ماشوم د ناروغیدو نه وروسته روغتون یوړل شو.
ماشوم ته په روغتون کې د زکام او تبې د درملو د ورکول کیدو نه وروسته د روغتون نه خارج کړې شو.
ماشوم څو ساعته وروسته په کانګو پيل وکړ چې یو ځل بیا روغتون ته یوړل شو. ماشوم په روغتون کې لنډه موده وروسته ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې تیره اونۍ هم د ګواتیمالا د هیواد یوې ۷ کلنې ماشومې د امریکا په پوله کې ژوند د لاسه ورکړی وو.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د پوله ساتو ځواکونو له قوله ویلي وو چې نوموړې ماشومې ته څو ورځې ډوډۍ او اوبه نه وو رسیدلي .
د یادولو وړ ده چې د منځني امریکا د هیواد نه څه باندې ۷ زره تنه کډوال امریکا ته د تیریدو په هیله د مکسیکو پر لورې حرکت کړی وو.
نوموړي کډوال د ګواتیمالا، هاندوراس او السلوادور د هیواد وګړي دي چې د فقر، بې وزلۍ او ظلمونو له امله کډوالۍ ته مجبور شوي دي.
د نوموړو کډوالو یواځنۍ هیله امریکا ته تیریدل دي. نوموړي کډوال د امریکا په پوله کې په ډیر بد وضعیت کې قرار لري. همداشان ځینې چې د پولو نه اوښتي دي بیا د امریکا د پوله ساتو لخوا نیول شوي او په نظارت کې قرار لري. ویل کیږي پدې کدوال کې ډیری ښځې او ماشومان دي.