دوو راهبو د قمار په خاطر د ښوونځي نه ۵۰۰ زره ډالر غلا کړي

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې  د کاتولیک مسیحیانو د یو ښوونځي  دوو تنو راهبو  د ښوونځي د ۵۰۰ زرو ډالرو  د غلا کولو نه وروسته په لاس ویګاس کې په قمار کې  بایللې دي.

1104770
دوو راهبو د قمار په خاطر د ښوونځي نه ۵۰۰ زره ډالر غلا کړي

 

د ښوونځي  دوو تنو راهبو  ماري کریپر او لانا چانګ  د ښوونځي نه  د ۵۰۰ زرو ډالرو په غلا کولو  او په لاس ویګاس کې په قمار کې په بایللو  اعتراف وکړ.

د لاس انجلس  اسقف اعظم  دفتر  ویلي دي چې  د راهبو لخوا د ښوونځي  نه د ۵۰۰ زرو ډالرو  غلا   په تفتیش کې   معلومه شوه. .

د اسقف اعظم دفتر ویلي دي چې  نوموړې  راهبې  یوه څه موده مخکې  د خپل کار نه تقاعد شوې وې  او اوس  پخپل  کړي دې عمل  ډیرې پښیمانه دي.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  راهبې  ماري کریپر  ۲۹ کاله  د نوموړي ښوونځي  د مدیرې په توګه  دنده  ترسره کړې ده . همداشان  د هغه ملګرې  لانا چانګ بیا د شلو کلونو راهیسې په نوموړي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه  دنده  ترسره کوله.

ګمان کیږي چې نوموړو  دا پيسې د لسو کلونو په موده کې غلا کړي وي.

نوموړي ښوونځي  ادارې ویلي دي  دا چې  پخوانیو راهبو  په خپل ترسره کړي  عمل  پښیماني ښودلې ده د همدې امله به  ترینه عدلي مراجعو ته  شکایت ونکړي.



اړوند خبرونه