په جرمني کې د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره به ډیر خلک خپلې دندې د لاسه ورکړي

تحقیقاتو ښودلې ده چې د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره به په لسګونو زره تنه خپلې دندې د لاسه ورکړي

1101022
په جرمني کې د برښنايي موټرو د سکتور  د ودې سره  به ډیر خلک خپلې دندې د لاسه ورکړي

په جرمني کې  تر ۲۰۳۵ کال پورې به  د  ډیزلي  او پطرولي  موټرو  ځای د برښنايي موټرو سره  د نیول کیدو له امله  ۱۱۴ تنه زره تنه  خپلې دندې د لاسه ورکړي.

د المان  د استخدام  او مسلکي څیړونو  انیستیتیوت  لخوا  د ترسره شوو څیړونو په پایله کې جوته شوې ده  چې  د برښنايي  موټرو  د ډیریدو  او لا زیات  مروجیدو سره  به ډیر زیات  خلک  خپلې دندې د لاسه ورکړي.

پدې څیړنه کې  اټکل شوی دی چې  تر ۲۰۳۵ م کاله پورې به  ددې سکتور  ۱۱۴ زره تنه  خپلې دندې د لاسه ورکړي. همداشان  اقتصاد ته به هم  ۲۰ میلیارده ډالره  زیان ورسیږي.

یاد شوي انیستیتیوت ویلي دي چې  تر ۲۰۳۵ کاله پورې به د جرمني  ۲۳ سلنه  موټرې  برښنايي  شي.

په څیړونو کې راغلي دي دا چې  برښنايي ماشینونه  د تیلي  ماشینونو په پرتله  ۳۰ سلنه  کم مصرفه  دي  او ژر  جوړیږي  دا هم  د بې کارۍ لپاره  زمینه  پرانیزي.

په څیړونو کې راغلي دي چې  د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره  به  ۱۶ زرو تنو  ته  د کار زمینه هم  برابره شي.

په جرمني کې څه باندې  یو میلیون  تنه  د موټر جوړولو په سکتور کې په کار بوخت  دي.



اړوند خبرونه