امریکا په سوریه کې د تیلو په مهم قراردادیانو بندیز ولګو

امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې  د تیلو په مهمو قراردادیانو  او صادرونکو  بندیز ولګو.

1091900
امریکا په سوریه کې د تیلو په مهم قراردادیانو بندیز ولګو

امریکا  په سوریه کې  د تیلو په ۶ تنو  قراردادیانو او صادرونکو  د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

د امریکا د خزانې وزارت  نوموړو  شپږو تنو نومونه  په بندیزونو په لست کې شامل کړي دي.

ویل کیږي د نوموړو شپږو تنو نه  دوه تنه  د ایران، یو تن د روسیې، یو تن  د سوریې، یو تن عراق او یو تن هم  د لبنان وګړی  دی.

همداشان  ددې سربیره  په دریو شرکتونو  هم  بندیز لګول شوی دی. د نوموړو شرکتونو نه  دوه  د روسیې  او یو هم ایراني  دی.


پيوندونه: #امریکا , #سوریه , #بندیز

اړوند خبرونه