محکمې د ټرمپ فرمان وځنډو

په امریکا کې یو فدرال قاضي د مکسیکو نه د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر د ټرمپ فرمان وځنډو

1091554
محکمې د ټرمپ فرمان وځنډو

په امریکا کې محکمې  د مکسیکو سره په پوله کې د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې  د ولسمشر ټرمپ تقنیني  فرمان  د موقت وخت  لپاره  وځنډو.

د امریکا  فدرال قاضي  جان اس ټیګر  د مکسیکو په پوله کې امریکا ته د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر  د ولسمشر دونالد ټرمپ  فرمان وځنډو.

محکمې د موقت وخت لپاره  د ټرمپ  فرمان د ځنډولو  حکم کړی دی. دا د ولسمشر ټرمپ لپاره  ډیره  ستره ضربه ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې په هر ډول چې کیږي  امریکا ته د مکسیکو د پولو له لارې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ مخه به ونیسي.



اړوند خبرونه