ډانفورد : طالبان د اوس لپاره د ماتې سره مخامخ ندي

د افغانستان په اړه د ډانفورد څرګندونو په امریکا او نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی

1090521
ډانفورد : طالبان د اوس لپاره د ماتې سره مخامخ ندي

د طالبانو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د لوی درستیز اعتراف.

د امریکا  ستر درستیز ډګرجنرال جوزیف ډانفورد وویل چې  په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د مبارزې په اړه باید ووایم چې  هغوې  د اوس لپاره د ماتې سره مخامخ ندي. زما په اند ددې خبرې کول  به ناسم  نوي.

هغه دا څرګندونې په کاناډا کې  جوړه شوې  د هالیفاکس  په امنیتي غونډه کې وکړې. د ډانفورد  دې څرګندونو او اعتراف  د امریکا په خبري رسنیو ته کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

هغه دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې  په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په مبارزه کې  طالبان د اوس لپاره د ناکامۍ  او یا د ماتې سره مخامخ ندي. هغه وویل چې  د افغانستان د روانې جګړې  د پایته رسولو حل لاره  پوځي حل لاره نده.

هغه ویلي دي په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر  باید امریکا او د ناټو متفقین  طالبان د جګړې نه لاس اخیستو ته  د اړ کولو په خاطر پر هغوې پوځي، سیاسي او اقتصادی فشارونه  دوام ورکوي.

هغه وویل چې پدې باور دی چې  طالبان هم  سولې او تفاهم  ته  مجبور  دي. ددې ستونزې د حل  او سولې  په خاطر باید  ټول  په ګده پر طالبانو فشار وارد کړو.

هغه  په افغانستان کې  د راتلونکي کال  ولسمشریزو ټاکنو پر اهمیت  د ټینګار سره وویل، اوس لا وخته  دی چې ووایو چې د طالبانو سره  مو په سوله تفاهم  کړی دی.

دا ویلو ده چې  د ډانفورد  د اعتراف په څیر  څرګندونو  د امریکا سربیره په نړۍ هم انعکاس موندلی دی.



اړوند خبرونه