امریکا : د جمال قاشقچي جنایت او فتح الله ګولن د اعادې مسله د یو بل سره ارتباط نلري
امریکا هغه ادعاګانې چې ګواکې غواړي د قاشقچي د جنایت په اړه د ترکیې د خولې د ټپولو په خاطر فتح الله ګولن ترکیې ته اعاده کړي رد کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناویرت هغه ادعاګانې چې ګواکې امریکا غواړي چې د جمال قاشقچي د جنایت په اړه د ترکېې د خولې د ټپولو په خاطر د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د اعاده کولو په اړه قانوني لارې لټوي رد کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې خبري غونډه کې د جمال قاشقچي د جنایت په اړه پوښتنې ځواب کړې.
ویاندې د امریکا د ( ان بي اس ) د تلویزیون هغه ادعا چې ویلي وو امریکا غواړي چې د سعودي عربستان د منتقد او مخالف ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه د ترکیې د خولې د ټپولو په خاطر د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د اعاده کولو قانوني لارې چارې لټوي رد کړه.
هغه وویل چې د جمال قاشقچي جنایت د فتح الله ګولن د اعادې سره هیڅډول کوم تړاو نلري. سپینۍ ماڼۍ هم پدې اړه تر اوسه پورې نه د چا سره لیدلي او نه يي هم پرې غور کړی دی.
هغې وویل چې د ګولن د اعادې په اړه مو د ترکیې نه څو ځلې رسمي غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. د ګولن د اعادې په خاطر ترکیې امریکا ته ګن شمیر اسناد او شواهد رالیږلي دي چې فعلآ هم تر غور لاندې دي. د ګولن د اعادې مسله په کامله توګه د عدلیې د وزارت اړوند مسله ده . خو زه تاسې ته یواځې دا ویلی شم چې دا دوه مسلې د یو بل سره هیڅ کوم تړاو او ارتباط نلري.
سربیره پر دې د سپینۍ ماڼۍ سره مو هم خبرې وکړې. هغوې وايي چې پدې مسلې کوم بحث هم ندی شوی.
هغه وویل چې دا چې د ددې ادعا پر ورځ د امریکا لخوا د قاشقچي د جنایت اړوند د سعودي عربستان په ۱۷ تنو بندیز ولګو دا تصادفي خبره ده. دا دوه مسلې د یو بل سره ارتباط نلري. امریکا ډیر وخت کیږي چې د قاشقچي د جنایت اړوند د نوموړو بندیزونو په مسلې کار کولو. دا کومه د حیرانتیا خبره نده.
هغې وویل چې دا بندیزونه یواځې په اشخاصو لګلیدلي دي .
ویاندې د انادولو خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا ادارې د سعودي عربستان هغه کسانو ته چې جزا يي ورته په نظر کې نیولې وه اعلان کړي نه وو، پس دا نومونه څه ډول انتخاب کړی شول؟ وویل د امریکا بندیزونه د ریاض د تحقیقاتو سره کوم تړاو نلري. هغه کسان چې بندیز پرې لګول شوی دی امریکا د خپلو خپلواکو تحقیقاتو په پایله کې انتخاب کړي دي.