په امریکا کې د روانې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره نوره هم لوړه شوه

په امریکا کې د روانې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۵۰ تنو ته لوړه شوه

1087356
په امریکا کې د روانې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره نوره هم  لوړه شوه

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د روانې اورلګیدنې له امله  د مړو شمیره  نوره هم  لوړه شوه.

د کالیفورنیا د ایالت چارواکیو په وینا  د روانې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره  ۵۰ تنو ته لوړه شوې ده. تر ۲۰۰ تنو ډیر لا درکه دي.

د چارواکیو په وینا  دې اورلګیدنې  په سیمه کې لږ تر لږه  ۹۲۰۰ کورونه، بنګلې، دوکانونه، هټۍ ګانې، ښوونځي  او مارکیټونه  سوځولي دي.

د اورلګیدنې د مړولو په خاطر  ۵۶۰۰ تنه  د اور وژنې د ادارې کارکوونکي  په دنده بوخت  دي.

اورلګیدنې د کالیفورنیا  ایالت د مالیبو په سیمه کې  د میشتو  نامتو څیرو  لکه کامیل ګرامر، پاولا پاټون، اپریل لاف جیري،رابن ټکي،ګیرارد بټلر،سکاټ ډیریکسن، بلیکا بلان، کیټین جینیر، لیډي ګاګا، ګیلرمو ډیل تور، الیس میلا، راین ولسن، کیم کاردشیان  او یو زیات شمیر نورو مشهورو څیرو  میلیون ډالري  بنګلې او موټرې  په سکروټو بدلې کړی دي.

د کالیفورنیا  ایالت مشر  ویلي دي چې  دا  ددې ایالت په تاریخ کې تر ټولو وژونکې  اورلګیدنه ده.



اړوند خبرونه