په استراليا کې د چړې په بريد کې څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په استراليا کې يو تن په خلکو د چړې بريد وکړ

1084753
په استراليا کې د چړې په بريد کې څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د استراليا د ميلبورن په ښار کې يو تن په خلکو د چړې بريد وکړ. 

د ميلبورن د ښار پوليسو خبري رسنيو ته ويلي دي چې بريد کوونکي د بورک په ګنه ګوڼه جاده کې په خلکو د چړې بريد وکړ چې د يو تن د وژلو او ۲ تنو د ټپي کولو نه وروسته د پوليسو لخوا وويشتل شو. 

بريد کوونکي پر پوليسو هم د بريد هڅه وکړه خو ناکام شو. 

بريد کوونکی ټپي کيدو نه وروسته د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوی دی. 

د بريد کوونکي روغتيايي حالت باريکه ښودل شوی دی.


پيوندونه: #استرالیا , #بريد

اړوند خبرونه