په استراليا کې د چړې په بريد کې څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
په استراليا کې يو تن په خلکو د چړې بريد وکړ
1084752
![په استراليا کې د چړې په بريد کې څو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2820/73f6/2724/5be55c2ea3d17.png?time=1718800755)
د استراليا د ميلبورن په ښار کې يو تن په خلکو د چړې بريد وکړ.
د ميلبورن د ښار پوليسو خبري رسنيو ته ويلي دي چې بريد کوونکي د بورک په ګنه ګوڼه جاده کې په خلکو د چړې بريد وکړ چې د يو تن د وژلو او ۲ تنو د ټپي کولو نه وروسته د پوليسو لخوا وويشتل شو.
بريد کوونکي پر پوليسو هم د بريد هڅه وکړه خو ناکام شو.
بريد کوونکی ټپي کيدو نه وروسته د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوی دی.
د بريد کوونکي روغتيايي حالت باريکه ښودل شوی دی.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718800756)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.