امریکا پر ایران د بندیزونو نه ترکیه معاف کړه

امریکا پر ایران د نوو بندیزونو په چوکاټ کې ترکیه او ۷ نور هیوادونه معاف کړل

1082080
امریکا پر ایران د بندیزونو نه ترکیه معاف کړه

امریکا متحده ایالتونو  پر ایران  د نوو  بندیزونو لګولو په چوکاټ کې   د ترکیې  په ګډون  ۸ هیوادونه  معاف  اعلان کړل.

د ویلو ده چې  امریکا  په ځانګړې توګه  په ایران  د نوو بندیزونو په چوکاټ کې  د ایران د نفتو په سکتور  بندیز ولګو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران  د نوو بندیزونو د لګولو  نه خبر ورکړ. هغه وویل چې  ترکیه او ۷ هیوادونه  نور په ایران د لګول شوو  نوو بندیزونو نه معاف نیول شوي  دي.

هغه وویل چې  امریکا  ترکیه، چین، هند، ایټالیا، جاپان، سویلي  کوریا او ټایوان  ددې بندیزونو نه معاف نیولي  دي. یعنې دا هیوادونه د ایران نه  د نفتو وارداتو ته  دوام  ورکولی شي. هغه وویل چې  دې هیوادونو  په تیرو  ۶ میاشتو کې د ایران سره  د نفتو په تجارت کې  د پام وړ کموالی  راوستی دی. همداشان دوو هیوادونو د چا خبره  د ایران نه د نفتو واردات  درولي دي.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  ددې بندیزونو نه موخه  ایران  د مضرو فعالتونو نه لاس په سر کول دي.ددې  بندیزونو اصلي  هدف  د ایران رژیم  دی. ددې بندیزونو  هدف د ایران  خلک  چې د خپل حکومت د بند چلند، فساد، غلاوو او زورزیاتي نه پزې  ته راغلي  دي  ندي.

د ویلو ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د ایران سره لاسلیک کړی  اټومي  تړون  لغوه کړ او ددې سره سم  د امریکا د خزانې  وزارت  په ایران په ۹۰ او ۱۸۰ ورځو کې  له سره د بندیزونو لګولو نه خبر ورکړ. پدې چوکاټ کې  امریکا پر ایران لومړني  بندیزونه  د اګست په ۷ مه نیټه  پیل کړل . همداشان  پر ایران د بندیزونو دویم  پړاو نن  د نوامبر ۵ مه نيټه  رسمآ  پيل شول

امریکا  په نوو بندیزونو کې د ایران د انرژۍ ، بانکي سکتور ، لوژیستیک  او بیمو په شرکتونو  بندیزونه لګولي دي.

د نوموړو بندیزونو  سره  هر هیواد  چې  د ایران ددې سکتورونو سره  تجاري  اړیکي  ټینګي  وساتي  امریکا به په هغه هم  بندیزونه ولګوي.



اړوند خبرونه