د تاج محل په جومات کې په لمونځ کولو بندیز ولګول شو

د تاج محل په جومات کې ددینه وروسته په لمونځ کولو بندیز ولګول شو

1081685
د تاج محل په جومات کې په لمونځ کولو بندیز ولګول شو

هندوستان  د تاج محل په جومات کې  په لمونځ کولو  بندیز ولګو.

د هندوستان د لرغون پيژندنۍ څیړنیزې  ادارې  د تاج محل  ماڼۍ په جومات کې  په لمونځ کولو بندیز ولګو. د یادې شوې ادارې چارواکیو د جومات   اودس ځای مهر او لاک کړی دی.

د ټایمز اف اڼدیا د ورځپاڼې  د خبر له مخې  د هندوستان  سترې محکمې  د روان کال د جولای په میاشت کې د تاج محل د ماڼۍ په جومات  کې  د جمعې د لمونځ په ادا کیدو د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

ددینه وروسته  د هندوستان د لرغون پيژندنې ادارې  دلته په لمونځ د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

د یاد شوي  جومات  امام  سید صادق علي  خبري  رسنیو ته ویلي دي چې  پرون په ناڅاپي توګه  د جومات اودس ځای وتړل شو.

د بله پلوه د تاج محل د انتظام  د کمیټې  رئیس  سید ابراهیم حسین  ویلي دي چې  په تاج محل کې  د اوږدو کلونو راهیسې  لمونځ ادا کیږي. دلته  په لمونځ د بندیز لګولو په خاطر هیڅ ډول کوم  سبب  شتون نلري. هغه ویلي  دي  چې  پدې اړه به خپل شکایت تر لوړو مقاماتو ورسوي.

هغه ویلي دي  هم  په مرکزي  حکومت او هم  د اګرا ایالت  په ځايي  حکومت  کې  د مسلمانانو ضد  یو ذهنیت حاکم  دی. کیدای شي چې دا پریکړه هم   د همدې ذهنیت لرونکو په لارښونه شوي  وي.

د بله پلوه  د هندوستان د اګرا ایالت د لرغون پيژندنې د ادارې  مشر  ویلي دي چې دا پریکړه د سترې محکمې د حکم په اساس کړې ده . ددینه وروسته به د تاج محل په جومات کې  د ځايي خلکو نه پرته  بل چاته د لمونځ کولو اجازه ورنکړي. یواځې  ځايي خلک کولای شي  چې دلته لمونځ ادا کړي.

 

 



اړوند خبرونه