امریکا : د قاشقچي مړی باید وموندل شي او د هغه کورنۍ ته وسپارل شي
امریکا ویلي چې د قاشقچي مړی باید وموندل شي او خښولو په خاطر باید د هغه کورنۍ ته وسپارل شي
![امریکا : د قاشقچي مړی باید وموندل شي او د هغه کورنۍ ته وسپارل شي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ee58/fa09/1547/5bd1c480b9f83.jpg?time=1718808737)
امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې د سعودي عربستان د وژل شوي منتقد او مخالف ژورنالست جمال قاشقچي د جنازې د موندل کیدو په صورت کې باید خاورو ته د سپارولو په خاطر د هغې کورنۍ ته وسپارل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمال قاشقچي د جنایت په اړه ویلي دي چې پدې مسله کې یواځې قاتلینو ته نه بلکې ټولو هغه کسانو ته چې پدې جنایت کې لاس لري باید سخته سزا ورکړل شي.
د یادولو وړ ده چې د استانبول لوی څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په اړه دوه ورځې مخکې ټولو ته هر اړخیز معلومات ورکړ.
د استانبول څارنوالۍ ویلي دي چې ترلاسه شوو اسناد ، شواهدو او راټولو شوو دلایلو له مخې جمال قاشقچي د اکتوبر په دویمه نيټه د واده د رسمي چارو په خاطر قونسلګرۍ ته د ننوتو سره سم زندۍ کړی شوی او وژل شوی دی.
وروسته يي مړی ټوټې ټوټې کړی شوی او له منځه وړل شوی دی. تیره ورځ ځینو لویدیځوالو خبري رسنیو بیا ادعا کړې ده چې د قاشقچي مړی د تیزابو په واسطه له منځه وړل شوی دی.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718808737)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.